د تېرو 24 ساعتونو په مهال امريكا كښې د ډزو پېښې- 26 مړه او 62 ژوبل

واشنګټن ۔ 14 اګست (اے پی پی) د امریکا په بېلو رياستونو كښې د ډزو پېښو په نتيجه كښې 26 كسان مړه او 62 نور ژوبل شوي دي۔ د ډزو پېښو شمېرې جمع كوؤنكي امريكائي مركز خپل راپور كښې وئيلي دي چې د تېرو 24 ساعتونو په مهال پنسیلوانیا، کېلېفورنیا، فلورېډا او د قطبي کېرولائنا په شمول بېلو رياستونو كښې د ډزو 75 پېښې ريكارډ كړې شوې۔ د راپور ترمخه د ډزو پېښو كښې لږ تر لږ 26 كسان مړه او 62 ژوبل شوي دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې امريكا كښې د ډزو پېښو كښې هر كال د زرګونو په شمېر مړه او ژوبل كېږي