د ايران خارجه وزير به د جمعې په ورځ فرانس ته ځي

تهران 20 اګست (اے پي پي) د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف به د جمعې په ورځ فرانس ته په سركاري دوره ځي۔ د ايران خبر رسنې ادارې ارنا له مخئ محمد جواد ظريف به فرانس ته د رسېدو نه پس د جمعې په ورځ پېرس كښې د فرانس اولس مشر ايموئيل ميکراں او خپل همڅنګ جين يس لا ډرين سره ملاقات كوي۔ د يادونې وړ ده د ايران خارجه وزير جواد ظريف دا مهال د دريو هېوادونو په دوره سټاك هوم كښې دے او ھغه به په راتلونكې اوونۍ كښې چين ته هم ځي