د او آئي سي كشميري اولس څخه د مذهبي آزادۍ د اخستلو په سختو ټكو كښې غندنه

اسلام آباد ۔ 15 اګست (اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئی سی) په هندي مقبوضه كشمير كښې كشميري اولس څخه ددوئي د مذهبي آزادۍ په زور د اخستلو په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره دا د نړيوالو بشري حقونو سخته خلاف ورزي او د ټولې نړۍ د مسلمانو سپكاوې ګرځولې دې۔ د او آئي سي عمومي سېكتر په هندي مقبوضه كشمير كښې د کشمیری مسلمانانو د آزادۍ د مينځھ په وړولو ، د اختر په موقع په لاك ډاؤن او د اختر اجتماعاتو كولو له د اجازې په نه وركولو ژوره اندېښنه ښكاره كړې ده۔ او آئی سی وئيلي دي چې د مذهبي آزادۍ وركولو څخه انكار د نړيوالو بشري حقونو سخته خلاف ورزي او د ټولې نړۍ د مسلمان د سپكاوي برابر خبره ده۔ ځكه او آئي سي په هندي چارواكو زور راوړي چې د كشميري مسلمانانو د حقونو تحفظ دې باوري كړې شي او دوي ته دې مذهبي حقونه وركړې شي۔ او آئي سي ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو اړوندو ادارو په شمول په نړيواله ورورولۍ هم زور راوړو چې هغه د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د پرېكړو ترمخه د خبرو د لارې حل كولو له هڅې تندې كړي۔