د امريکې کروز ميزائل تجربې سره به عسكري تاٶ تريخوالې زيات شي۔ روسيه ماسکو 20 اګست (اے پي پي) روسيې وئيلي دي د امريكې کروز ميزائل تجربې سره به عسكري تاٶ تريخوالې زيات شي۔ د روسيې نائب خارجه وزير سرګئي ريابکوف د روسيې خبر رسنې ادارې تاس سره په مركه كښې وئيلي دي امريكې روسيې سره په كال 1987 كښې د 500 نه تر پنځه نيم زره كلوميټره هدف په نخښه كوٶنكو ميزائلو تلف كولو لوظنامه (آئي اېن اېف) ختمولو نه پس تر مېنځنۍ فاصلې هدف په نخښه كوٶنكې د کروز ميزائل تجربه كولو سره پوځي تاٶ تريخوالې زيات كړې كوم چې د افسوس وړ خبره ده۔ ده زياته كړه مونږ د امريكې د دې اشتعال ځواب وركول نه غواړو او نه د وسلې په هغه زغل كښې شاملېږو چې زيات لګښت پرې راځي۔ ده ووئيل د امريكې د دې تجربې باوجود به روسيه تر ھغې وخته د ميزائل سسټم كارولو نه ډډه كوي تر څو چې امريكې دا ميزائل د نړۍ په بله سيمه كښې نصب كړې نه وي