د آزادۍ ورځ بهادر كشميري اولس سره د يو والي په توګه لمانځو۔ مقبوضه كشمير ته د نور 180 زره پوځ په استولو سخته اندېښنه ده۔ د اسلامي مرستې تنظيم او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل دې مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو پلټنيو له انكوائري كمېشن جوړ كړي۔ ټول قام يو موټې كېدو سره دې د هېواد پرمختګ او سوكالۍ ته خپل صلاحيتونه وقف كړي۔ شين هلالي بېرغ به په آزاده فضا كښې ترقيامته د قومي هيلو ترجماني كوي۔ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د آزادۍ ورځې په موقع كنونشن سنټر كښې د بېرغ هسك كولو مركزي دستورې ته وېنا

اسلام آباد ۔ 14 اګست (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی د خپلواكۍ حق له د كشميري اولس د هڅو د ملاتړ كولو لوظ پخلي سره وئيلي مونږ د آزادۍ دا ورځ بهادر كشميري اولس سره د يو والي په توګه لمانځو۔ هند دې د امن پالېسي زمونږ كمزوري نه ګڼي۔ كه په مونږ جنګ مسلط كړې شو نو بيا به ددې اثرات په نړۍ پرېوزي۔ مذهبی جنونیت د هندي سېكولر ټولنې مخ مسخ كړې دې۔ په دې لړ كښې د بشري حقونو د نړيوالو ادارو راپورونه سترګې غړولو له كافي دي۔ قوم دې او په خاص توګه زلمي دې د هند لخوا په كشميري اولس روان ظلمونه په ډاګه كولو له سوشل ميډيا په بشپړه توګه وكاروي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ د آزادۍ ورځې په موقع كنونشن سنټر كښې د بېرغ هسك كولو مركزي دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجرانی، د قومي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر، وفاقی وزيران ، د پارلمان غړي ٬ مهم شخصيات او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكي وګړي لويه شمېره كښې موجود وو۔ اولس مشر ووئيل ټول قام ته دې 72 م د آزادۍ جشن مبارك وي۔ زما دعا ده چې د ګران هېواد د حرمت او تشخص علامت دا شين بېرغ دې تر قيامته په آزاده فضا كښې دغسې رپيږي او د قوم د هيلو ترجماني دې كوي۔ ده ووئيل دا ننۍ ورځ په قامي تاريخ كښې ډېره مهمه ده۔ دا هغه ورځ ده كله چې سياسي معجزه كېدو سره د نيمې اوچې مسلمانانو له د يو بېل وطن غوښتنه ترسره شوه۔ ننۍ ورځ د هغه سترو هستيانو د شكريې ادا كولو ورځ ده د چا د قربانيو په نتيجه كښې چې نن مونږ د آزادۍ سا اخلو۔ ده ووئيل سږ كال دا ورځ كشمير سره د يو والي ورځ ده۔ نن نړۍ ګوري چې ټول قام خپلو كشميري وروڼو سره ولاړ دې۔ او تر هغه وخت به د دوئي سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي مرسته كوي تركومې چې دوئي ته د خپلواكۍ حق ترلاسه شوې نه وي۔ مونږ به چرته هم دوئي ځانله نه پرېدو۔ کشمیرې اولس زمونږ او مونږ د دوئي يؤ۔ ددوئي تكليف زمونږ تكليف دې۔ ددوئي د سترګو نه بهېدونكې اوښكې زمونږ په زړه پرېوزي۔ مونږ دوئي سره يؤ او ټول عمري به يؤ۔ ده ووئيل د هند لخوا د مقبوضه کشمیر متنازعه حیثیت بدلولو او ددې آبادیاتی ډھانچه كښې د ردوبدل كولو په ډول ګامونه به په هېڅ ډول قبولولې نه شي۔ مقبوضه جموں و کشمیر د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په ايجنډا په نړيواله كچه منلې شوې شخړه ده۔ ده ووئيل هند يو اړخيزه ګام سره نه يوازې د ملګرو ملتونو د پرېكړو خلاف ورزي كړې ده بلكې هند شمله لوظنامه ئې هم د ردي ټوكرۍ ته اچولې ده كومه كښې چې په ښكاره توګه دواړه هېوادونو ددې خبرې عهد كړې وو چې د كشمير مسئله به د مذاكراتو د لارې حل كړې شي او كوم هم هېواد به د يو اړخيزه پرېكړې د لارې موجوده صورتحال نه بدلوي۔ د هند دا ګام د شمله لوظنامې د ټولو شقونو نفي كوي۔ د هند پخواني وزیراعظم جواهر لال نهرو په 7 اګست 1952ء پارلېمنټ ته خپل خطاب كښې په ډاګه كړې وه چې مونږ د آبادۍ بنيادي تناسب منو۔ د كشمير د سباون پرېكړه به د دغې ځائې د اولس د خوښې ترمخه وي چا چې وئيلي وو په دې معامله زمونږ د پارلېمنټ هېڅ اهميت نشته كوم چې د كشمير په اړه د پرېكړې كولو هېڅ اختيار نه لري۔ كومه هم پرېكړه مسلط كول به د دې پارلېمنټ د اصولو په ضد وي۔ د کشمیر د سباؤن پرېكړه يوازې كشميرې اولس كولې شي۔ اولس مشر ووئيل د نړۍ تر ټولو ستر تش د نامې جمهوريت چې هېواد كښې اقليتونو سره كومه ناوړه معامله كوي دغه د چا نه پټ پناه نه ده۔ ده ووئيل په دې تېرو مياشتو كښې د 180 زره نور پوځ په تعينات كولو اندېښنه ده۔ ده ووئيل مونږ ددې غندنه كوو او غوښتنه كوو چې هند دې په ظلم او بې رحمۍ اډانه منډې ترړې په سمدستي توګ بندې كړي او د اوږدې مودې كرفيو دې ختمه كړي۔ د ابلاغ وسيلې دې مقبوضه وادۍ ته ورسولې شي٬ كشميري مشرتابه دې په سمدستي توګه خوشې كړې شي او د جموں و کشمیر د اولس د ښاريو او بنيادي آزادۍ دې بحال كړي۔ هند پرله پسې د لائن آف کنټرول پورې غاړه څخه په تش لاسې وګړو بې درېغه ډزو او ګوله بارود كارولو سره د جنګ بندۍ د لوظنامو خلاف وركوي۔ د هند دې غېر ذمه وارو او د جارحيت كارروائيو سره په سوئيلي آسيا كښې امن ٬ سلامتيا او استحكام سختې خطرې سره مخ دې۔ پاكستان يو امن خوښوونكې هېواد دې او منطقه كښې امن غواړي۔ مونږ غواړو چې د جموں او كشمير مسئله د خبرو اترو او سفارتكارۍ او د نړيوال قانون ترمخه حل كړې شي۔ ده ووئيل هند دې د امن پالېسي زمونږ كمزوري نه ګڼي۔ كه په مونږ جنګ مسلط كړې شو نو بيا به ددې اثرات په نړۍ پرېوزي۔ ده ووئيل د اسلامي مرستې تنظيم او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل دې مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو پلټنيو له انكوائري كمېشن جوړ كړي۔ ده ووئيل دا خبره دې ياده وي چې حكومتونه قومونه نه جوړوي بلكې اولس په خاص توګه زلمې كول د كوم هم قوم تقدير جوړوي كوم چې په ټولنه كښې د خپور شوي جهالت ٬ بې وزلۍ ٬ كرپشن ٬ بې ايمانۍ ٬ ترهګرۍ او نورو بدو په ضد جهاد وكړي او په خپلو تهذيبي اقدارو فخر وكړي او دې ته وده وركولو كښې خپل بشپړ كردار ترسره كړي۔ اولس مشر ووئيل زلمي د قائد اعظم په اصولو اتحاد و تنظیم او ایمان عمل كولو سره ددې هواد تقدير بدلولې شي۔ ده ووئيل پاك پوځ د ګران هېواد سلامتيا او تحفظ كوم زيان له وركړې نه دې۔ ده ووئيل زه د ګران هېواد د حفاظت په لاره كښې شهيد شويو او ددوئي كورنۍ ته سلام وړاندې كوم۔ قام به ددوئي قربانۍ ټول عمري ياد ساتي۔ ده ووئيل پاكستان به په هر فورم د كشميري اولس مقدمه كوي او ددې ملاتړ څخه به كله هم لاس په سر نه شي۔ ده ووئيل مونږ له به نن دا لوظ كول وي چې خپله ورورولي په ځائې ساتلو سره د دې هېواد پرمختګ ٬ سوكالۍ او سرلوړۍ له به يو موټې كېدل وي۔ ده دعا وكړه چې لوئے څښتن دې مونږ ته د ګران هېواد د خذمت كولو او ددې د عظيم جوړولو توفيق راكړي۔ په دې مهال اولس مشر قامي بېرغ پورته كړو۔ د حريت لارښود یٰسین ملک مېرمنې مشال ملک د كشمير په اړه خپل نظم ولوستلو۔ په دې مهال د بېلو سكولونو او كالجونو كوچنيانو ملي نغمې هم وړاندې كړې