خارجه وزير شاه محمود قریشی سره د پاك افغان ټریك ټو پراجیكټ اړوند افغان پلاوي وليدل

اسلام آباد 22 اګست (اے پی پی) خارجه وزیر شاه محمود قریشی وئيلي دي پاكستان او افغانستان خپلو كښې تاریخی، كلتوري، مذهبی اړيكې لري، په 27 جون د افغانستان اولس مشر اشرف غنی د پاكستان دورې سره دې اړيكو يو نوې اړخ خپل كړې ، پاكستان د افغانستان د خپلواكۍ احترام كوي او افغانستان كښې امن او استحكام غواړي، د افغانستان امن د ټولې سيمې تعمیر او پرمختګ له ضروروي دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاك افغان ټریك ټو پراجیكټ اړوند د اعلیٰ پائې افغان پلاوي سره خارجه وزارت كښې د ملاقات پھ مهال وكړه۔ ملاقات په مهال د پاك افغان دوه اړخيزه اړيكو، افغان امن عمل پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير شاه محمود قریشی ووئيل پاكستان او افغانستان خپلو كښې تاریخی، كلتوري ، مذهبی اړيكې لري، د بده مرغه زمونږ په دوه اړخيزه اړيكو كښې د شريك باور كمي پھ وجه دا اړېكې زياتې ښه نه وې پاتي ۔ ده ووئيل په 27 جون د اولس مشر اشرف غنی د پاكستان دورې سره دې اړيكو يو نوې اړخ خبل كړې۔ مخدوم شاه محمود قریشی ووئيل پاكستان د افغانستان د كورنۍ خپلواكۍ احترام كوي، پاكستان په افغانستان كښې امن او استحكام غواړي ځكه چې د افغانستان امن د ټولې سيمې د تعمیر او پرمختګ لپاره ضروري دے۔ ده ووئيل مونږ د زړه نه د افغان امن عمل كښې خپل مصالحانه كردار ترسره كړې او بيا به هم ترسره كوو۔ ده ووئيل بھوربن كښې د افغانستان د وړومبي صف مشرانو سره زما ملاقات او تفصیلی خبري شوي۔ شاه محمود قریشی ووئيل تيره ورځ ما د چین او افغانستان خارجه وزيرانو ته درې اړخيزه كنفرنس كښې د ګډون بلنې وركړي كوم به چې ډير زر اسلام آباد كښې وكړې شي۔ د پلاوي مشر ډاكټر شعیب سډل د خارجه وزير مننه كولو سره ووئيل پاك افغان ټریك ټو پراجیكټ په 2015ء كښې پيل شوې او د دې پراجیكټ مقصد پاك افغان، تجارتی، سیاسی او كلتوري اړيكو ته وده وركول دي او دا د هغې سلسلې