بي بي سي مقبوضه کشمير كښې حالات معمول ته راوستو له د هند ادعاګانې په ډاګه كړې

سرينګر 22 اګست (اے پي پي) د برتانيې د خپرونې ادارې بي بي سي مقبوضه کشمير كښې حالات معمول ته د راوستلو په لړ كښې د هندي ادعاګانو په ډاګه كولو سره وئيلي دي د دې ادعاګانو برعكس سري نګر كښې د ځائي خلقو ادعا ده چې امنيتي اهلكار د شپې په كورونو چهاپې وهلو سره ځوانان نيسي٬ عسكر په كوڅو كښې پياده ګرځي او ماشومان وژني٬ چرته چې امنيتي اهلكار تعينات نه دي هلته هم څوك نه ښكاري٬ ٬ د اګست 5مې نيټې نه پس 4 زره كسان نيولې شوي٬ چارواكي د ګرفتارۍ د شمېرو پحقله پوښتنې د لسو ورځو نه ځنډوي٬ په لويه كچه د كرېك ډاٶن اندېښنې له امله خلق د ېرې سره مخ دي۔ د سيمې تازه صورتحال سامعينو ته رسولو لپاره د بي بي سي اردو راډيو خاص پروګرام “نيم زر” كښې د خبرو په مهال د سري نګر نامه نګار رياض مسرور ووئيل د ځائي خلقو له مخې امنيتي اهلكار د شپې په كورونو چهاپې وهلو كښې ځوانان نيسي٬ د يادونې وړ ده د خبر رسنې ادارې اے اېف پي له مخې كشمير كښې په 5م اګست د هندي حكومت لخوا د مقبوضه كشمير خاص حېثيت په اړه د آئين ارټيكل 370 خاتمې نه پس تر اوسه د 4 زره نه زيات كسان نيولې شوې كوم چې په ځائي او د هند په بېلا بېلو ښارونو كښې بنديوان كړې شوي۔ د سرينګر وګړي اکبر ډار د بي بي سي نامه نګار ته ووئيل ٬ زمونږ دوه هلكان بوتللې شوي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل زما نيولې شوو كسانو سره ملاقات شوې ۔ د رياض مسرور له مخې په ملاقات كوٶنكو كښې مېرمنې هم شاملې دي چې زامن ئې د څو شپې وړاندې نيولې شوي۔ په سيمه كښې د هر كور نه زبېرګي راخېژي او زړونه دړډ مند دي خو د مواصلاتو د نظام نشتوالي په سوب نړۍ ته د دوي غږ نه رسيږي ۔ د بي بي سي نامه نګار له مخې د دې اقداماتو او ګرفتارو په اړه چې كله د چارواكو نه پوښتنه وكړې شوه نه وائي چې تر اوسه معلومات جمع كوٶ دې لپاره د ګرفتارو شمېرو به وروستو وركوٶ۔ د بي بي سي نامه نګار رياض مسرور له مخې په مقبوضه کشمير د څو حساس ځايونو نه علاوه پابندو او كرفيو كحې نرمي راغلې ٬ سري نګر او خواه اوشا سيمو كښې د ژوند نظام مفلوج دے او كاروباري او تعليمي هلې ځلې د حكومتي هڅو باوجود نه بحالېږي۔ د بي بي سي نمائنده ووئيل په سيمه كښې هر كس دا پوښتنه كوي چې وړاندې به څه كېږي۔ ده ووئيل وړومبۍ اوونۍ كښې خو خلقو دا اندېښنه لرله چې د هند او پاكستان ترمېنځه به جنګ اوشي خو خو اوس خلق دا محسوسوي چې په لويه كچه كرېك ډاٶن كېدې شي٬ په مجموعي توګه ځائي وګړي د يرې سره مخ دي