بيلجيئم هم د كال 2023 د وېمنز ورلډ كپ فټ بال جام كوربتوب ترلاسه كولو زغل كښې شامل شو

زيورخ 20 اګست (اے پي پي) بيلجيئم هم د كال 2023 د وېمنز ورلډ كپ فټ بال جام كوربتوب ترلاسه كولو زغل كښې شامل شوے دے چې ورسره په دې زغل كښې د برخه اخستونكو شمېره لسو ته رسېدلې۔ د دې نه وړاندې ارجنټائن، آسټراليا، بوليويا، برازيل، کولمبيا، جاپان، کوريا، نيوزي لېنډ او سوئيلي افريقه هم كوربتوت ترلاسه كولو لپاره بډز جمع كړې دي۔ د فټ بال نړيوال نتطيم (فيفا) لخوا په جاري شوې بيان كښې وئيلي شوې چي د مېګا ون يونټ كوربتوب لپاره د هېوادونو دلچپسي مونږ پاره د ډاډ وړ ده او هيله ده چې د نورو هېوادونو لخوا هم خواستونه ترلاسه شي