برآمدات او ترسیلات زر كښې زياتوالې او درآمدات كښې كمي سره بهرني عدم توازن كمولو له حكومتې هلې ځلې ګټورې ثابتېږي۔ د وزیراعظم عمران خان ټوئټ

اسلام آباد 21 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي برآمدات او ترسیلات زر كښې زياتوالې او درآمدات كښې كمي كول د بهرني عدم توازن كمولو لپاره حكومتې هلې ځلې ګټورې ثابتېږي۔ وزيراعظم دا خبرې د شورو په ورځ خپل يو ټوېټ كښې كړې۔ د وزیراعظم ټوئټ له مخئ د تېر كال په مقابل كښې د كرنټ اكاٶنټ زيان 6 اربه ډالره كم شوې او سږ كال د جولائي په مياشت كښې زيان د تېر كال جولائي په مقابل كښې 73 فيصده يا 1.5 اربه ډالره كم شوې كومه چې یقیناً لويه كاميابي ده