اولس مشر اوسني پاك هند تاؤ تريخوالي په مهال د پاك بحريه افسرانو او سيلرز پېشه وره پوهې او مړانې په اعتراف كښې ملټري اعزازات او اسناد منظوري وركړه

اسلام آباد 17 اگست (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي اوسني پاك هند تاؤ تريخوالي په مهال د پاك بحريه افسرانو او سيلرز پېشه وره پوهې او مړانې په اعتراف كښې ملټري اعزازات او اسناد منظوري وركړې۔ د پاكستان نيوزي د اړخه جاري شوي تفصيلاتو له مخې د پلوامه بريد نه پس د هند بحريه خپل آبدوز زمونږ د هېواد په سمندري حدود كښې د تعينات كولو هڅه كړی كومه چې د هېواد ځوانانو د پېشه وره پوهې په سوب ناكامه كړی وه۔ د پاك بحريه پي تهري سي او اورين بېړۍ افسر لېفټيننټ كمانډر حمير افتخار او لېفټيننټ كمانډر خرم داؤد نه يوازې د دښمن د بېړۍ درك لګولې وو بلكې د هېواد د سمندري حدود خلاف ورزۍ څخه يې هم منع كړې وه۔ د پاك هند تاؤ تريخوالي په مهال د دښمن ناوړه عزائم ناكام كول د پاك بحريه بېړو د دښمن په اوبو كښې كاميابۍ سره د اوږدې مودې په آپرېشنل ډپلائمنټ تعينات دي۔ د مړانې او شجاعت د دې اقدام په اعتراف كښې كېپټن سيد ايلياحسن د پاكستان نيوي او لېفټيننټ كمانډر حمير افتخار ته ستاره بسالت دغسې لېفټيننټ كمانډر خرم له تمغه بسالت وركولو منظوري وركړی۔ د دې نه علاوه اولس مشر د پاك بحريه افسرانو٬سي پي اوز/سېلريز او سويلنز لپاره هم عسكري او سول اعزازات منظوري وركړې چې پكښې درې هلال امتياز(ملټري)٬ دوه ستاره بسالت٬ 8تمغه بسالت٬ 14 ستاره امتياز(ملټري) او 13 ا فسرانو له تمغه امتياز(ملټري) شاملې دي۔ دې سره سره د پاك بحريه اېم سي پي اوز او سي پي اوز او سيلريز لپاره څلور امتيازي اسناد او د 98 تمغه خذمت منظوري هم وركړی۔ چيف آف نيول سټاف د اړخه 66 افسرانو او سيلرز له د ښه كاركردګۍ لپاره لېټر آف كمينډېشن هم وركړې شوي دي۔