انډونيزيا كښې د ناکاره پلاسټك ري سائيکلنګ خلقو لپاره ګټور كاروبار شو

جکارته 20 اګست (اے پي پي) انډونيزيا كښې د ناکاره پلاسټك ري سائيکلنګ خلقو لپاره ګټور كاروبار جوړ شوې ۔ د ميديا راپور له مخې د چين لخوا د غېر ملكي سكرېپ په درامد د بندېز له امله په انډونيزيا كښې ناکاره پلاسټك بيا د استعمال جوګه كولو لپاره پېل شوي پراجېكټس خلقو لپاره روزګار او د ګټور كاروبار ذريعه جوړه شوې ٬ خلق تيار د كار پلاسټك په ځائي كمپنو خرڅوي او مصنوعات ترې جوړېږي۔ د كال 2017 نه پس په انډونيزيا كښې ناكاره پلاسټك كښې هره مياشت لس زره ټنه نه تر 35 زره ټنه اضافه كېږي