امريكې د سوريې د كډوالو په وېزه كښې د 18 مياشتو پراختيا وكړه

واشنګټن 03 اګست (اے پي پي) امريكې د سوريې د كډوالو په وېزه كښې د 18 مياشتو پراختيا وكړه۔ د خبر له مخې امريكې په امريكا كښې د سوريې مېشته كډوالو د وېزې موده نوره 18 مياشتې پراخه كړې۔ د دې خبرې اعلان د امريكې د هوم لېنډ سېكورټي سېكتر كيون مي لېنن په يوه جاري شوې خبرپاڼه كښې كړې او وئيلي ئې دي چې دا پرېكړه په انساني بنيادونو شوې۔