افغانستان كښې دوه امريكائي عسكر ووژل شول

کابل 22 اګست (اے پي پي) افغانستان كښې دوه امريكائي عسكر وژلې شوې دي۔ د ناټو اتحاد مشن لخوا په جاري شوي بيان كښې افغانستان كښې د دوه امريكائي عسكرو د وژلې كېدو تصديق شوې خو د هغوي شناخت نه دې څرګند كړې شوې او نه دا ښودلې شوې چې هغوي چرته ته او كله وژلې شوې ۔ دې وژنې سره سږ كال په افغانستان كښې تراوسه د وژلې شوو امريكائي عسكرو شمېره د لږ نه لږه 14 ته رسېدلې۔ امريکې سره د خبرو باوجود افغان طالبانو په ځائي او غېر ملكي عسكرو بريدونه تند كړي