آسټراليا له به په دوېم ټېسټ مېچ كښې ماتې وركوٶ۔ بېن سټوکس

لارډز 09 اګست (اے پي پي) د انګلېنډ كركټ لوبډلې نوموړي آل راٶنډر بېن سټوکس وئيلي دي آسټراليا له به په دوېم ټېسټ مېچ كښې ماتې وركوٶ۔ ده ووئيل د اسټراليا په ضد دوېم ټېسټ مېچ لپاره لائحه جوړه كړې شوې ۔ ده ووئيل په وړومبي ټېسټ مېچ كښې چې كومې غلطۍ شوي ھغه به بيا نه كوٶ۔ د انګلېنډ او آسټراليا لوبډلو ترمېنځه د پنځو ټېسټ مېچونو په اېشز سيريز كښې دوېم مېچ به په 14م اګست لارډز كښې كېږي۔