چيف سلېكټر انضمام الحق د جولائي په 30مه نيټه په ختمېدونكي كنټرېكټ كښې پي سي بي څخه د پراختيا نه كولو اعلان

لاهور 17 جولائي (اے پي پي) د پاكستان كركټ لوبډلې د ورلډ كپ سيمي فائنل ته په نه رسېدو د ماتي د ذمه واروانو خپلې چوكۍ پرېښو سلسله پېل شوې ده٬ انضمام الحق په رضا مندۍ د جولائي په 30مه نيټه په ختمېدونكي كنټرېكټ كښې پي سي بي څخه د پراختيا نه كولو اعلان وكړو۔ قذافي سټېډيم لاهور كښې د خبري كنفرنس په مهال ده ووئيل ما د دريو كالو نه زياته م وده د چيف سلېكټر په توګه كار كړې او خپلې ذمه وارۍ مې په ښه ډول ترسره كړې دي خو اوس زه دا ذمه وارۍ نورې پالل نه غواړوم۔ ده ووئيل پي سي به كه د بلې ذمه وارۍ وړاندېز وكړو نو ھغې لپاره چمتو يم۔ ده ووئيل په درېو كالو كښې مې په دريو واړو فارمېټ كښې په لوبډلو كښې د 15 نه زيات لوبغاړي شامل كړي۔ ده ووئيل د ورلډ كپ پرفارمنس نه مطمئن يم٬ د بده مرغه سيمي فائنل ته ونه رسېدو٬ لانګ ټرم لپاره كپتان جوړول پكار دې