په نيپال كښې په سېلاب او د زمكې په ښوئېدنه كښې 50 كسان مړه شوي دي

كهټمنډو 15 جولائي (اے پي پي) په نيپال كښې په سېلاب او د زمكې په ښوئېدنه كښې 50 كسان مړه شوي دي او لا هم 33 كسان بې دركه دي۔ د نيپالي چارواكو له مخې د سختو بارانونو له امله د نيپال په يو شمېر سيمو كښې سېلاب راغلې او د زمكې ښوئېدنې پېښې رامېنځ ته شوې دي۔ د پوليسو يو وياند ووئيل چې د سېلاب په مهال يو زر كسان د ډوبېدو نه بچ كړې شوي دي۔ ده ووئيل چې په ځپليو سيمو كښې د مرستې چارې په تندې سره روانې دي۔