په ميانمر كښې په كان كښې په رامېنځ ته شوې پېښه كښې 4 كسان بې دركه شوي

ينګون 15 جولائي (اے پي پي) په ميانمر كښې په كان كښې په رامېنځ ته شوې پېښه كښې 4 كسان بې دركه شوي دي۔ د خبر له مخې پوليسو وئيلي دي چې دا پېښه د ګل په ورځ د ميانمر د كاچن ايالت په هپاكانت ښار كښې رامېنځ ته شوې۔ په پېښه كښې د بې دركه شويو كسانو لټون روان دے۔ په دې كان كښې په سركاري توګه كار بند كړے شوے و۔