په كوسټاريكا كښې د زهرجنو شرابو له امله 17 كسان مړه شوي دي

كوسټاريكا 20 جولائی (اے پي پي) د مېنځنې امريكې په كوسټاريكا هېواد كښې د زهرجنو شرابو څښكلو له امله 17 كسان مړه شوي دي۔ د دې هېواد د روغتيا وزارت لخوا وئيل شوي دي چې د دې زهرجنو شرابو له امله په مړو كسانو كښې 13 سړي او 4 مېرمنې شاملې دي۔ د دوي عمرونه د 32 او 72 كلونو په مېنځ كښې ښودل شوي دي۔