پاکستان رېلوے د نوې پېل كړي ميانوالي اېكسپرېس وړومبنې ټكټ د وزیراعظم عمران خان په نامه جاري كړو

APP42-19 MIANWALI: July 19 – Federal Minister for Railways Sheikh Rashid Ahmed taking an autograph from Prime Minister on the 1st ticket of Mianwali Express issued in Prime Minister’s name as a Railway Souvenir at railway station. APP

اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) پاکستان رېلوے د نوي پېل كړې ميانوالي اېكسپرېس وړومبنې ټكټ د وزیراعظم عمران خان په نامه جاري كړے دے۔ د جاري شوي اكانومي كلاس ټكټ 400 روپۍ وفاقي وزير شېخ رشید احمد د خپل جېب نه پرېكړې ۔ د جمعې په ورځ د ميانوالي نه تر لاهور اېكسپرېس (د كوم پرانسته چې وزيرعظم عمران خان كړې) د جمعې په ورځ روانېدو چې وړومبنې ټكټ پاكستان رېلوے د وزیراعظم عمران خان په نامه جاري كړو۔ د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشید احمد په وړومبي ټكټ د وزیراعظم عمران خان آټوګراف هم واخست كوم چې به د پاكستان رېلوے په رېكارډ كښې د اعزاز په توګه اېښودلې شي