وزيراعظم عمران خان نوي پاکستان هاٶسنګ منصوبې لپاره رجسټرېشن پېل كړو

APP61-10 KARACHI: July 10 - Prime Minister Imran Khan addressing a press conference at Governor House. APP photo by Abbas Mehdi

اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان نوي د پاکستان هاٶسنګ منصوبې لپاره د رجسټرېشن پرانسه كړې ده ٬ د دې عمل د لارې به د ګرد هېواد تنخادار او د مېنځنۍ طبقې لپاره د كورونو جوړولو په اړه وسائل او د كورونو طلب پحقله معلومات ترلاسه كېدې شي٬ د دې نه پس به دا سكيمونه پېل كولې شي۔ د ګل په ورځ اسلام آباد كښې د نوي پاكستان هاٶسنګ او ډويلپمنټ اتھارټۍ له مخې د آن لائن رجسټريشن پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د بېلا بېلو وجوهاتو په سوب زمونږ بانكونه كور لپاره فناسنګ نه كوي ٬ په دې صورتحال كښې يوازې ھغه كسانو كور جوړولې شوو كومو چې نغدې روپۍ لرلې٬ په دې لړ كښې نوې آرډيننس وړاندې كوٶ چې د نهې په ورځ به ئې كابينه منظوري وركړې٬ ده ووئېل آرډيننس سره به د كورونو جوړولو لپاره د فناسنګ عمل آسان شي ۔ ده ووئيل پاکستان كښې دا مهال د يو كروړ نوو كورونو ضرورت دے ٬ د دې سكيم له مخې مونږ له بې كوره كسانو له كور جوړول دي٬ ګرد هېواد كښې څومره كورونو ته چې اړټيا ده په دې لړ كښې به معلومات جمع كوٶ٬ ده ووئېل د رجسټرېشن عمل پېل كوٶ چې له مخې به ئې اولس د خپلو وسائلو نه خبر شي چې ھغوې په مياشتنۍ توګه څومره روپی وركولې شو ۔۔ ده ووئيل تېر وخت كښې شتمندو لپاره هاٶسنګ سكيمونه جوړېدل ٬ په وړومبي ځل حكومت لږ آمدن لرونكو كسانو لپاره هاٶسنګ سكيم پېل كو او ٬ په وړومبي ځل د مېنځنۍ طبقې خلقو لپاره كورونه جوړولو له خلق راوړاندې كېږي۔ ده ووئيل نوې پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ كښې به د ون ونډو آپرېشن د لارې اولس ته آسانۍ وركولې شي٬ بهر هېواد او د هېواد دننه سرمايه كارو ته بلنه وركوٶ۔ ده ووئيل په تعليمي ادارو كښې د وظيفائي ډګرۍ وړ زده كوونكو پشمول كوچنۍ كمپنۍ جوړولو سره به د كاروبار كوٶنكو معاونت او ډاډګيرنه كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل دا خبره هر چا ته معلومه ده چې د دې سكيم اجراء سره به څلوېښت صنعتونو ته نېغه په نيغه ګټه ورسي۔ وزيراعظم ووئيل انګوري كښې به د لس زره كورونكو جوړولو لپاره قرعه اندازي كېږي او په يو نيم كاكل كښې به خوش نصيبو له كورونه وركولې شي٬ د دې نه علاوه به په كوئټه٬ لاهور، ګوادر او د اسلام آباد پشمول بېلا بېلو ښارونو كښې د نوي پاكستان هاٶنګ سكيم له مخې منصوبې پېل كولې شي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل دا د رجسټرېشن دوېم پړاٶ دے چې له مخې به ئې ډېټا بېس جمع كولې شي۔ ده ووئيل پاكستان كښې كورونو جوړولو لپاره فنانسنګ 0.2 فيصده په سوب دا څانګه وروستو پاتې ده٬ په دې حقله كورنو او بهرنيو سرمايه كارو له بلنه وركوٶ چې دغسې د تعميرات څانګه وده وكړي او دې څانګه كښې زيات خلق برخه واخلي٬ ده ووئېل هاٶسنګ كه ترقي كوي نو ورسره اړوند صنعتونه هم پرمختګ كوي٬ د يادونې وړ ده دا حكومت د 50 لكه كورونو جوړولو منصوبه لري٬ ن لائن رجسټريشن څخه به د هاٶسنګ پراجيکټ لپاره قطارونه ختم شي۔ نوي پاكستان هاٶسنګ لپاره وړومبې درخواستونه جمع كوٶنكو ته د بيا د رجسټرېشن حاجت نه وي