وزيراعظم عمران خان سره د ريپبلکن سناتور لنډسے ګراهم وليدل

APP26-22 WASHINGTON DC: July 22 - Senator Lindsay Graham, Senator from the Republican Party and Head of Senate Judiciary Committee, calls on Prime Minister Imran Khan at Pakistan House. APP

واشنګټن 22 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د ريپبلکن سناتور لنډسے ګراهم د ګل په ورځ په پاكستان هاٶس كښې ليدلي۔ لنډسے ګراهم د جوډيشتري كمېټۍ مشر او د سېنېټ د خارجه اړيكو كمېټۍ غړې دے۔ وزيراعظم عمران خان او سناتور لنډسے ګراهم په دوه اړخيزه اړيكو او په سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې۔ وزيراعظم د پاکستان او امريکې اړيكې قوي كولو لپاره د سناتور لنډسے ګراهم د هلو ځلو او ملاتړ ستائنه وكړه۔ وزيراعظم عمران خان سناتور لنډسے ګراهم د پاکستان حکومت د پرمختيائي او اقتصادي ترجيحاتو نه خبر كړو۔ ده ووئيل پاكستان امريكې سره په پراخه بنياد د اړيكو خوښي لري چې ورسره د دواړو هېوادونو د مفاداتو تحفظ وي او د معيشت نه تر تجارت او د سرمايه كارۍ نه تر توان او تر تعليم په څانګو كښې مساوي مرستې ته وده ترلاسه وي وزيراعظم ووئيل پاکستان په افغانستان د عدم استحكام له امله لوي زيان سره مخ شوې دې٬ پاکستان په افغانستان كښې امن غواړي او پاكستان افغانستان كښې سياسي حل ترلاسه كولو لپاره امريكې سره په ګډه كار كولو لپاره په بشپړه توګه عزم لري۔ سناتور ګراهم وزيراعظم سره اتفاق وكړٶ چې د امريکې او پاکستان ترمېنځه د كوټلې او د لوړې كچې رابطې د دواړو هېوادونو په شريكه ګټه دي۔ ده په افغانستان كښې امن او د روغې جوړې عمل لپاره د پاكستان د ملاتړ ستائنه وكړه ۔ ده ووئيل په پاکستان د امنيت په ماحول كښې ښه والې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د پاكستان كامياب كاروائۍ او د پاکستان او افغانستان پوله محفوظولو لپاره د هلو ځلو نتيجه ده۔ د ملاقات په مهال خارجه وزير شاه محمود قرېشي، خارجه سېکتر سهېل محمود او په امريکا كښې دپاكستان سفير اسد اېم خان هم موجود ٶ۔(ګ ل