وزيراعظم عمران خان د بانكونو د لارې په 9.7 فيصده زياتو ترسيلاتو رالېږلو د سمندر پورې پاكستانيانو مننه وكړه

اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د بېنكونو د لارې د 9.7 فيصده زياتو ترسيلاتو په رالېږلو د سمندر پورې پاكستانيانو مننه كړې ده۔ د زيارت په ورځ خپل يو ټوئټ كښې وزيراعظم ووئيل د بېنكارۍ د لارې د 9.7 فيصده زياتو ترسيلات په رالېږلو د اورسيز پاكستانيانو مننه كول غواړم۔ ده ووئيل د تېر مالي كال په مقابل كښې سږ كال د 9.7 فيصده كلنې شرح نمو سره 21.8 اربه ډالره مجموعي ترسيلات رالېږلي شوي كوم چې د تېر كال نه ډېر زيات دې ٬ كله چې په دې لړ كښې 2.9 فيصده اضافه شوې وه