نجي څانګې له د اولس خېر ښګړې منصوبو كښې د ګډون ډاډګيرنې لپاره به هر ډول ممكنه مرسته او آسانۍ وركولې شي۔د وزيراعظم عمران خان شاهد خان اپريدي سره خبرې

APP63-15 ISLAMABAD: July 15 - Former Cricketer Shahid Khan Afridi called on Prime Minister Imran Khan at PM Office. APP

اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي نجي څانګې له به د اولس خېر ښګړې منصوبو كښې د ګډون ډاډګيرنې لپاره هر ډول ممكنه مرسته او آسانۍ وركولې شي۔ وزيراعظم دا خبرې د كركټ پخواني لوبغاړي شاهد خان آپريدي سره كړې چا چې د ګل په ورځ دوي سره په وزيراعظم دفتر كښې ليدل۔ د ملاقات په مهال سناتور فېصل جاوېد او د خاص مرستيال نعيم الحق هم موجود وٶ۔ ملاقات كښې د احساس پروګرام، د پناه ځايونو غوندې اولسي خېرښګړو منصوبو پحقله خبرې اترې وشوې۔ په دې موقع شاهد آپريدي وووئيل د اولسي خېرښګړې په حكومتي منصوبو كښې نجي څانګه هم خوښي اخلي او نجي څانګه د پناه ځايونو جوړولو په لړ كښې د لا فعاله كردار تر سره كول غواړي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د اولسي خېرښګړې په منصوبو كښې د نجي څانګې خوښي د ستائنې وړ