مېکسیکو٬ د سېلګرو ګاډې ترافيكي پېښې سره مخ شو ٬ 15 كسان مړه 21 ژوبل

مېکسیکو سټي 19 جولائي (اے پي پي) د مېكسيكو په لويديز بيارېت ايالت كښې د مسافرو بس پېښې سره مخ شوې چې پكښې 15 كسان مړه او 21 ژوبل شوي دي ۔ د چين خبر رسنې ادارې راپور له مخې په مړو كسانو كښې ځېنې ماشومان هم شامل دي۔ راپور له مخې د سېلګرو بس د سمندر غاړې سيمې ولارټالے ته روان ٶ چې د كمپوسټېلا په غرونو كښې پېښې سره مخ شو۔ د رېسكيو ذريعو له مخې ژوبل شوي او مړي رېسكيو كولو سره نزدې روغتون ته منتقل كړې شوي دي