لوټ كوونكو يوازې د قوم پېسې او وسيلې نه دي لوټلې بلكې د مرستې پېسې ئې هم خپلو خزانو ته منتقل كړې دي۔ ډاكټر شېرين مزاري

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي﴾ د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شېرين مزاري وئيلي دي چې لوټ كوونكو يوازې د قوم پېسې او وسيلې نه دي لوټلې بلكې د مرستې پېسې ئې هم خپلو خزانو ته منتقل كړې دي۔ د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل پېغام كښې وفاقي وزيرې د شريف كورنۍ د مني لانډرنګ او كرپشن په اړه د برتانيې د ډېلي مېل ورځپاڼې حواله وركولو سره ووئيل چې لوټ كوونكو يوازې د قوم پېسې او وسيلې نه دي لوټلې بلكې د مرستې پېسې ئې هم خپلو خزانو ته منتقل كړې دي٬ دا څومره د شرم خبره ده۔