فلپائن، ټرافيكي پېښه كښې د 8 ماشومانو پشمول 9 كسان مړه

اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د فلپائن كيوبو صوبې په سوئيلي بولجون سيمه كښې په ټرافيكي پېښه كښې د اته ماشومانو پشمول 9 كسان مړه شوې دي۔ د بولجون ميئر له مخې دا پېښه د بولجون نه بهر غره ايزه سيمه كښې رامخې ته شوې چرته چې د ګاډي بريېك فېل كېدو سره پېښه رامخئ ته شوې۔ په ګاډي كښې نزدې 30 ماشومان ٬ د ھغوي مور او پلار او استاذان موجود وو۔ په مړو كسانو كښې يوه مېرمن ٬ دوه ماشومې جينكۍ او 8 هلكان شامل دي۔ پېښه كښې 5 كسان ژوبل شوې هم دي كوم چې روغتون ته رسولې شوې دي