د 500 مربع ګز نه په لوئ كور يا د 1000 سي سي څخه زيات ګاډې لري هغه ټول د ټېكس ګوشوارو جمع كولو پابند دي۔ اېف بي آر

اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي) فېډرل بورډ آف ریونیو (اېف بي آر) امر كړې چې د انكم ټېكس قانون له مخې داسې كسان كوم چې 500 مربع ګز نه لوئ كور يا د 1000 سي سي نه لوئ ګاډې لري ھغوي د ټېكس ګوشوارو جمع كولو پابند دي۔ د اېف بي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دې لړ كښې د اېف بي آر ټېكس كال 2018 ګوشوارو جمع كولو نيټه كښې تر 2م اګست كال 2019 پراختيا شوې ده۔ اېف بي آر امر كړې دې چې دې موقعې څخه ګټه پورته كړۍ او د هر ډول پرېشانۍ نه بچ شئ