د کابل پوهنتون سره نزدې چاؤدنه، 4 كسان مړه ، ګڼ ژوبل

کابل 19 جولائی (اے پی پی) د افغانستان پايه تخت كښې کابل پوهیونتون سره نزدې د چاؤدنې پھ نتيجه كښې 4 كسان مړه او ګڼ ژوبل شوې دي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د كورنيو چارو وزارت د میډیا دفتر چارواكو ووئيل دا چاؤدنه د جمعې په ورځ د کابل پوهنتون سره نزدې شوي۔ د روغتيا وزارت وياند واحداللہ میار خپل يو ټوئیټ كښې ووئيل په دې چاؤدنه كښې 16 كسان ژوبل شوې دي كوم چې روغتون ته رسولې شوي۔ د كورنيو چارو وزارت چارواكو د 4 كسانو د مرګ تصدیق کړې دې۔