د وزيراعظم عمران خان او د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ ترمېنِځه ملاقات به د دوه اړخيزه اړيكو د مثبت سمت تعين كوي۔ د ډاكټر فردوس عاشق اعوان

اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان او د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ ترمېنِځه ملاقات به د دوه اړخيزه اړيكو د مثبت سمت تعين كوي۔ د ګل په ورځ نجي نيوز چينل سره خپلو خبرو كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل امريكا د پاكستان مهم ستراتېژك او اقتصادي شراكتدار پاتې دې۔ دې ووئيل د نړيوالي ورورولۍ په وزيراعظم عمران خان باور دے ځكه چې ھغوي د ده د ايماندارۍ او وژن نه ښه واقف دي