د هاكۍ پخوانې کپتان منظور جونيئر د قامي هاكۍ لوبډلې د چيف سلېكټر چوكۍ لپاره مضبوط كانديد دے

لاهور 18 جولائي (اے پي پي ) د پاکستان هاكۍ پخوانې کپتان منظور جونيئر د قامي هاكۍ لوبډلې د چيف سلېكټر چوكۍ لپاره مضبوط كانديد ګرځېدلې دې۔ د ذريعو وېنا ده اولمپك كواليفائنګ راٶنډ لپاره د سلېكشن كمېټۍ مشري منظور جونيئر ته د وركولو امكانات زيات دي او د كمېټۍ نورو غړو لپاره د ذيشان اشرف، خالد حميد او وسيم فېروز نومونه رامخې ته شوې ۔ سلېکشن کمېټي به ستمبر يا اکتوبر كښې كېدونكي د اولمپك کواليفائنګ راٶنډ لپاره د هاكۍ لوبډلې ته حتمي شكل وركوي