د نیوزی لینډ کرائسټ چرچ ښار په دوه جوماتونو كښې د ډزو په مهال 200 ځپلې شوي كسان به د خادم حرمین شریفین په بلنه حج كوي

کرائسټ چرچ 19 جولائی (اے پی پی) د سعودی فرمانروا شاہ سلمان بن عبدالعزیز د نیوزی لینډ کرائسټ چرچ ښار كښې په دوه جوماتونو د ترهه ګرۍ پھ بريدونو كښې د مړو شويو 200 خپلوان او ژوبل كسان به سږ كال حج له رابللې دي۔ شهید شويو كښې 9 پاکستانیان هم شامل دي۔ د ځپلې شويو كسانو تعلق د انډیا، بنګله دیش، افغانستان، اردن او مصر پشمول د عرب 6 هېوادونو سره دې۔ د العبیه نیوز له مخې د نیوزی لینډ څخه حج له راتلومكې كسان به شاهی ميلمانه وي او د هغې انتظامات به د سعودی د اسلامی چارو او دعوت وزارت كوي۔ شاہ سلمان هر كال د ټولې نړۍ څخه ګڼو مسلمانانو له بلنه وركولو سره په هغوي حج كوي۔ د سعودی د اسلامی چارو وزير شیخ ډاکټر عبداللطیف آل الشیخ میډیا سره په خپلو خبرو كښې ووئيل د حج مل کارروائی به په نیوزی لینډ كښې د سعودی سفارتخانه ترسره كوي او هغوي له به ټولې آسانۍ وركوي۔ سفارتخانې ته په شاهی فرمان د تعمیل کولو سپارښتنه شوي۔