د كال 2019 د كركټ په نړيوال كپ كښې به د انګلستان او نيوزي لېنډ ترمېنځه مقابله (نن) كېږي

لارډز 13 جولائي (اے پي پي) د كال 2019 د كركټ په دولسم نړيوال كپ كښې به د انګلستان او نيوزي لېنډ ترمېنځه مقابله (نن) د خالي په ورځ د لارډز په لوبغالي كښې كېږي چې پكښې به د كوربه لوبډله او نيوزي لېنډ په وړومبي ځل نړيوال ټائټل پخپله نامه كولو لپاره جوش كښې دي او د خوندورې مقابلې توقع ده۔ مېچ به د پاكستان وخت له مخئ په دوه نيمې بجے پېل كېږي٬ انګلستان به په څلورم ځل او نيوزي لېنډ به په دوېم ځل په مېګا جام د فائنل لوبولو اعزاز ترلاسه كوي۔ د يادونې وړ ده چې په نړيوال كركټ كپ په جام په تاريخ كښې د اسټراليا لوبډلې 5 ځله د نړيوال كپ په ګټلو كښې كامياب شوې٬ د وېسټ اېډيز او هند لوبډلې دوه دوه ځله او دغسې پاكستان ٬ سري لنكا يو يو ځل نړيوال ټائټل ګټلو اعزاز ترلاسه كړې دې