د سېنېټ د اطلاعاتو او خپرونو قائمه كمېټې چيئرمېن سناتور فېصل جاوېد پي ټي وي سره خبرې

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي﴾ د سېنېټ د اطلاعاتو او خپرونو قائمه كمېټې چيئرمېن سناتور فېصل جاوېد وئيلي دي چې شريف كورنۍ مني لانډرنګ كولو سره هېواد ديواليه كړے٬ بېلا بېلو هېوادونو سره د مني لانډرنګ مخ نيوي لپاره لوظنامې كوو۔ د اتوار په ورځ پي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل چې د شهباز شريف لخوا د زلزله ځپليو په مرسته كښې د لكونو پاؤنډ د غلا په اړه پلټنو سره به نور انكشافات هم وشي۔ ده ووئيل چې شريف كورنۍ پېښه پټولو سره بهر منتقل كړې٬ د دوي علاج او جائيدادونه بهر دي او يوازې حكومت كولو لپاره پاكستان ته راځي۔ د غريب اولس حالات به د مني لانډرنګ او كرپشن ختمېدو سره ښه شي۔ سناتور فېصل جاودېد ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په ستره محكمه كښې د خپلو اثاثو ټول تفصيلات وركړي دي او شريف كورنۍ د خپلو جائيدادونو په اړه كوم ثبوت نه دے وركړے۔