د سوريې بحران په اړه مذاكراتي غونډه به د اګست په وړومبې نېټه په قازخستان كښې كېږي

نور سلطان 21 جولائی (اے پي پي) د سوريې بحران په اړه مذاكراتي غونډه به د اګست په وړومبې نېټه د قازخستان په پلازمينه نور سلطان كښې كېږي۔ د قازخستان د خارجه وزات لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې په آستانه فارمېټ غونډه كښې به د ضامن هېوادونو تركيې٬ روسيې او د اېران نه علاوه د اولس مشر بشارالاسد د انتظاميه٬ د ده مخالفين او د ملګرو ملتونو٬ لبنان او د عراق پلاوي ګډون كوي۔ په غونډه كښې به د ادليب پشمول د سوريې د تازه صورتحال جاج اخستلې شي۔ په دې لړ كښې تر ټولو لويه غونډه به د اګست په دوهمه نېټه كېږي۔