د سندھ اولس د تيارو او د كرپشن راج په ضد راپاسېدلې

اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د سندھ اولس د تيارو او د كرپشن چوپټ راج په ضد راپاسېدلې دے٬ په ګھوټکي كښې په ضمني ټاكنو كښې د ښكاره ماتي خوړولو په ليدلو د شپې په دولس بجې د بلاول بهټو زرداري په انګرېزۍ كښې چغې سورې اورېدلې شوي ٬ بلاول د خپل ډوبېدونكي سياست تور په ادارو نه پخپل اباجي او د ترور په كرپشن اولګوه۔ د خالي په ورځ په ټوئټ خپل پېغام كښې دې د پيپلز ګوند چيېرمن مخاطب كولو سره ووئيل بلاول صاحب! تاسو په ګھوټکي كښې په ضمني ټاكنو كښې ښكار ماتې تر نظره شوې نو فاٶل پلے دې پېل كړې ۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل سندھ كښې حكومت ستا او انتظاميه هم ستا د واك اختيار لاندې ده او ستاسو كانديد د پوليس په پروټوكول كښې انتخابي كمپائن چلوي بيا هم د ټګۍ په چغو وهلو څوك بې وقوفه جوړول غواړې؟۔ خاص مرستيالې ووئيل كومو ټاكنو كښې چې تاسو بريالي شوې ھغه آزادې او سپېځلې ٬ كومو كښې چې پاتې راشۍ ھغه د ټګۍ او درغلې وي؟ دا سياسي منافقت نه دے نو نور څه دي؟ دې ووئېل د شپې په تياره كښې خبري كنفرنس نه چور مچائے شور ٶ٬ بلاول صاحب سياسي ډرامه بازي بند كړې او خپله صوبه كښېد ساه وركوٶنكو ماشومانو حساب راكړې۔(ګ ل/ض