د بې وسه او غريبانانو په مال د سېل سپاټو كوٶنكو د احتساب وخت راغلې

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د بې وسه او غريبانانو په مال د سېل سپاټو كوٶنكو د احتساب وخت راغلې دې٬ پخوانې واكمن د قام په پېسو بادشاهت كولو۔ د شورو په ورځ خپل يو ټوئټ كښې دې ووئيل د پخوانو واكمنو غېر ملكي دورې په مثال د “مال مفت دل بې رحم” دي۔ دې ووئيل خپل انيز نه خرڅ كوٶنكو د قام په سرمايه د كروړونو روپو ټپس (بخشش) وركړې۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل كه دې غلو په ټپس كښې د قام مال نه وركولو نو نن به د قام د غربت د لاسه نه ځپلې كېدو۔ دې ووئيل نن دوي كړې لوټ مار په بې شرمۍ خپل استحقاق ګرځوي۔ دوي سركاري ګاډي او د بهر هېواد ذاتي دورې هم د قام په پېسو كړې٬ خاص مرستيالې ووئېل نن چې د حساب وار راغلې نو د دوي ژړا فرياد نه ختمېږي۔ فردوس عاشق اعوان ووئيل د حساب وركولو نه غېر دوي خلاصېدونكې نه دي