د برتانيې په ډېلي مېل ورځپاڼه كښې د پنجاب پخواني وزيراعلٰي شهباز شريف او د هغه د كورنۍ په اړه خپور شوې راپور

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د برتانيې تحقيق كوونكو په شهباز شريف او د ده په كورنۍ تور لګولې چې دوي د برتانيې لخوا په وركړې شويو 500 مليونه پاؤنډ مرسته كښې د لكونو پاؤنډ كرپشن او خرد برد كړے٬ شهباز شريف او د ده كورنۍ په برتانوي مرسته كښې خرد برد كولو سره لكونه پاؤنډ د مني لانډرنګ د لارې برتانيې ته منتقل كړي دي٬ د برتانيې د نړيوال پرمختګ ادارې د ټېكس وركوونكو د پېسو نه د شهباز شريف صوبائي حكومت ته 50 كروړه پاؤنډ د مرستې په توګه هغه وخت وركړي٬ كله چې هغه د پنجاب وزيراعلٰي و۔ ډي اېف آئي ډي دا مرسته د سېلاب ځپليو بحالې او د مرستې نورو چارو لپاره كړې وه٬ په مني لانډرنګ كښې د ككړو يو شمېر كسانو مركې وكړې شوې كوم چې د يو برتانوي وګړي افتاب محمود پشمول په زندان كښې بند دي۔ د برتانيې ډېلي مېل ورځپاڼې راپور له مخې د برتانيې د نړيوال پرمختګ ادارې د ټېكس وركوونكو د پېسو نه د شهباز شريف صوبائي حكومت ته 50 كروړه پاؤنډ د مرستې په توګه هغه وخت وركړي٬ كله چې هغه د پنجاب وزيراعلٰي و۔ د تحقيق كوونكو له مخې ډي اېف آئي ډي دا مرسته د سېلاب ځپليو بحالې او د مرستې نورو چارو لپاره كړې وه خو شهباز شريف او د ده كورنۍ په برتانوي مرسته كښې خرد برد كولو سره لكونه پاؤنډ د مني لانډرنګ د لارې برتانيې ته منتقل كړي دي۔ په راپور كښې وئيلي شوي دي چې برتانيې ته منتقل كړې شوې رقم غلا كړې شوې۔ ورځپاڼې ادعا كړې چې په دې لړ كښې په مني لانډرنګ كښې د ككړو يو شمېر كسانو مركې وكړې شوې كوم چې د يو برتانوي وګړي افتاب محمود پشمول په زندان كښې بند دي۔ د راپور له مخې افتاب محمود په خپله يوه مركه كښې ادعا كړې چې ده د شهباز شريف كورنۍ لپاره مني لانډرنګ كړے او دا رقم ئې برمنګهم ته منتقل كړې او بيا وروستو د شبهاز شريف كورنۍ ته منتقل كړے شوے۔ د راپور له مخې د شهباز شريف زوم ته هم د زلزله ځپليو بحالې لپاره جوړ كړې شوي د برتانيې د فنډ نه 10 لكه پاؤنډ وركړے شوي وو۔ ډي اېف آئي ډي د زلزله ځپليو مرستې او بحالې لپاره په مجموعي توګه 5 كروړه 40 لكه پاؤنډ وركړي دي۔ دا پېسه د برتانيې د ټېكس نه وركړې شوې۔ په راپور كښې وئيلي شوي دي چې په كلي والو سيمو كښې غريب مېرمنې د غربت نه ويستلو او معالجې لپاره د وركړې شوې مرستې په اړه هم پلټنې روانې دي۔ د برتانيې ورځپاڼې د پخواني وزيراعظم نواز شريف په ضد هم انكشافات كړي وو چې ده په لندن كښې د 32 مليونه پاؤنډ جائيداد جوړ كړے۔ له بده مرغه ډي اېف آئي ډي شهباز شريف دريمې نړۍ لپاره يو مثالي تن ګرځولو او تېر كال په پاكستان كښې د ډي اېف آئي ډي د دفتر مشرې جوانا رولي او د هغې ملګري رچرډ منګمري هم د شهباز شريف ستائنه كړې وه خو دا ئې نه دي كتلي چې د ټېكس دا پېسې كوم ځائ خرڅ كېږي۔ په راپور كښې د شريف كورنۍ غړو ته په بېلا بېلو كلونو كښې د منتقل شويو پېسو په اړه تفصيلات معلومات وركړې شوي دي۔