د برتانيې خبريال ډيوډ روز د مسلم ليګ ن په مشرتابه او مسلم ليګ ن سره تړلي په سوشل مېډيا په فعاله ټرولز طنز او تنقيد وكړو

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د برتانيې خبريال ډيوډ روز زلزله ځپليو لپاره د برتانيې په مرسته كښې د خرد برد او مني لانډرنګ په اړه په خبر د مسلم ليګ ن په مشرتابه او مسلم ليګ ن سره تړلي په سوشل مېډيا په فعاله ټرولز طنز او تنقيد وكړو۔ د برتانيې په ورځپاڼه ډېلي مېل آن لائن كښې د اتوار په ورځ په خبر كښې وئيلي شوي وو چې شهباز شريف او د هغه كورنۍ زلزله ځپليو لپاره د ډي اېف آئي ډي په 500 مليونه پاؤنډ مرسته كښې د څو مليونه خرد برد او مني لانډرنګ كړے۔ مسلم ليګ ن دې خبر بې بنسټه او پروپېګنډا ګرځولې و۔ مريم اورنګزېب مېډيا ته يو عكس جاري كړې و چې پكښې خبريال ډيوډ روز وزيراعظم عمران خان او شهزاد اكبر سره ښودل شوے و۔ خبريال ډيوډ روز په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې ووئيل چې مسلم ليګ ن او د د دوي ټرولز عمران خان سره زما يو عكس پوسټ كولو سره ادعا كوي چې د شهباز شريف په اړه آرټيكل پلانټډ و۔ دا عكس تېر كال د ټاكنو نه وړاندې ويستل شوے ٬ كله چې ما د هغه انټرويو كوله۔ ده په ټويټ كښې د ثبوت په توګه د 21 جولائي كال 2018م د هغې ورځې د خپور شوي خبر لنك هم وركړے۔ ده ووئيل چې آيا د مسلم ليګ ن ټرولز تر اوسه دا ادعا خو نه ده كړې چې په دې خبر كښې د هند لاس دے۔ ده ووئيل چې د آرټيكل مطالعه دې وكړې شي٬ په دې كښې ثبوتونه موجود دي٬ كېش ضائع كړے شوے۔