د ايران په ضد غېر قانوني امريكائي بنديزونه نه تسېلموٶ۔ روسيه

ماسکو 11 جولائي (اے پي پي) روسيه وئيلي دي د ايران په ضد امريكائي بنديزونه غېر قانوني او غېر مهم دي۔ په اروپائي ائتلاف كښې د روسيې مستقل استازي ولاديمير چيزوف خبريالانو سره په خبرو كښې ووئيل ايران يو مهم هېواد دے او روسيه به ايران سره تجارت روان ساتي۔ ده ووئيل د بنديزونو باوجود به ايران سره تجارت دوامداره ساتو ځكه چې روسيه د امريكې بنديزونه نه تسليموي