د اولس مشر ډاکټر عارف علوي په مشرۍ كښې په ګورنرهاؤس كښې د اېس آئي ډي سي ايل اعليٰ پائې غونډه

APP21-22 KARACHI: July 22 - President Arif Alvi chairing a meeting of Federal Urdu University’s Senate Committee meeting at Governor House. APP Photo by Sahib Zaman

کراچۍ 22 جولائي (اے پي پي) د اولس مشر ډاکټر عارف علوي په مشرۍ كښې ګورنرهاؤس كښې د اېس آئي ډي سي ايل اعليٰ پائې غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د سندھ ګورنر عمران اسماعيل نه علاوه وفاقي وزيرې ډاکټر فهميده مرزا ، ايس آئي ډي سي ايل بورډ چيئر مېن ثمر علي خان ، د اېس آئي ډي سي ايل سي اي او صالح فاروقي ، د اين اي ډي وائس چانسلر ډاکټر حشمت لودھي ، ډين پروفيسر ډاکټر نعمان احمد ، د سندھ ګورنر پرنسپل سيکتر خاقان مرتضيٰ ، اېس آئي ډي سي ايل بورډ ممبر عدنان اضدر او نورو اړوند افسران موجود ؤ۔ غونډې ته په خپل خطاب کښې اولس مشر ډاکټر عارف علوي ووئيل د کراچۍ ګرين لائن بس سسټم ، KـIV ، انفراسټرکچر بحالي او فائر فائټنګ اسکيمونه زيات اهميت لري۔ د سندھ ګورنر ووئيل د کراچۍ پرمختګ په اصل كښې د ټول پاکستان پرمختګ دې په دې لړ كښې به وفاق د ښار پرمختګ لپاره هر ممکن مرسته كوي۔ په غونډه كښې د اېس آئي ډي سي ايل سي اي او صالح فاروقي تفصيلي بريفنګ وركولو سره ووئيل ګرين لائن بي آر ټي ايس وړومبې فيز 21 کلوميټر اوږد او دا به د يو بلين روپو بچت سره بشپړولې شي دغسې د دويم فيز سول ورك روان دې په دې كښې 1.1 کلوميټر انډر پاس ،462 ميټر انډر ګراؤنډ بس ټرمينل ، 1.5 کلوميټر شريك کوريډور ګرو مندر نه تر ميونسپل پارك ، اېم اے جناح روډ شامل دې۔ سي اي او ووئيل د سندھ حکومت باور كړې چې AtـGrade شريك کوريډور به په ايم اے جناح روډ په ترجيحي بنيادونو جوړولې شي۔ ګرين لائن بي آر ټي اېس آپريشنل کولو په اړه ده ووئيل وفاقي حکومت په دې لړ كښې 2.5 بليونه روپۍ د رواں مالي كال په مهال بليلې كړي۔ اولس مشر ته PSDPـ2019ـ20 كښې د درې منظور شويو اسکيمونو په اړه ووئيلې شول چې ډم لوټي ويل نه تر ايجوکيشن سټي ، ملير بينډ دادا بھائي ټاؤن نه تر پي اين ايس مهران او جناح ايوينيو Mـ9 فلائي اوور جوړول شامل دي۔ ده ته ووئيلې شول چې وزيراعظم د پروګرام ترمخه د سندھ 13 ضلعو كښې بيلو پرمختيائي اسکيمونو لپاره 5 بليونه روپۍ بيلې كړي۔ اولس مشر ته ووئيل شول چې اېس آئي ډي سي ايل ګرين پاکستان كمپائن لا تندولو لپاره د موسمي بدلون وزارت سره نزدې رابطې لري