د انصاف نړيوال عدالت به (نن) د هندي جاسوس كلبهوشن ياديو په اړه خپله پرېكړه اوروي

اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) د انصاف نړيوال عدالت به (نن) د شورو په ورځ د هندي جاسوس كلبهوشن ياديو په اړه خپله پرېكړه اوروي٬ د كلبهوشن ياديو كېس د دوو كالو نه زياته موده راهسې د انصاف په نړيوال عدالت كښې زير سماعت ٶ٬ پاکستان هندي جاسوس ته د جاسوسۍ په تور كښې د سولۍ كولو سزا اورولې وه٬ د كورټ جج صدر عبدالقوي احمد یوسف به د نېدر لېنډ په هېګ ښار كښې د پاكستاني وخت له مخې ماښام شپږ بجې پېس پېلس كښې د عدالت پرېكړه اوروي٬ د دې نه وړاندې د فرورۍ په 21مه نيټه د انصاف نړيوال عدالت 15 كسيزه بېنچ د پاكستان او هند دلائل اورېدلو نه پس خپله پرېكړه محفوظ كړې وه٬ د پاکستان لخوا اټارني جنرل انور منصور خان په مشرۍ كښې د خارجه دفتر ساٶته اېشياء لپاره ډائرېكټر ډاکټر محمد فېصل پشمول د نورو چارواكو پشمول پلاوي تېره ورځ نېدرلېنډ ته رسېدلي د پاکستان د مقدمې پېروني كوٶنكې نوموړې وكيل خاور قرېشي به هم په دې موقع پرېكړه اورېدو لپاره موجود وي۔ د خارجه دفتر وياند د پرېس بريفنګ په مهالك ووئيل پاكستان د انصاف نړيوال عدالت څخه د بهترۍ اميد لري او د نړيوال عدالت پرېكړه به تسليموي۔ ده ووئيل پاكستان د انصاف په نړيوال عدالت كښې د سماعت په مهال خپلو وكيلانو او د قانوني پوهانو د لارې خپله مقدمه په بشپړه توګه وړاندې كړې۔ ده ووئيل د هند حاضر سروس د نېوي كمانډر کلبھوشن یادیو “الیاس حسېن مبارك پټېل د مارچ په 3مه نيټه كال 2016 كښې د پاكستان بلوچستان صوبې څخه د يو كاٶنټر انټيلي جنس آپرېشن په مهال نيولې ٶ٬ بلوچستان او کراچۍ كښې د ترهګرۍ په كاروائيو كښې د ككړ كېدو او د جاسوسۍ د تورونو له مخې د اپرېل په 10مه نيټه كال 2017 كښې د پاكستان پوځي عدالت لخوا كلبهوشن ته د مرګ سزا اورولې كېدو نه پس هند دا معامله د مئي په 8مه نيټه كال 2017 كښې د انصاف نړيوال عدالت كښې چېلنج كړې وه۔ فرورۍ كښې د سماعت په مهال پاکستان د انصاف نړيوال عدالت كښې خپل موقف وړاندې كړو چې کلبھوشن یادیو د مجسټرېټ په وړاندې د خپل جرم اعتراف كړې او وئيلي ئې ٶ چې زه د هند د نېوي حاضر سروس افسر يم او را لپاره كار كوم۔ هندي جاسوس د ګوادر بندر ځائ او سي پېك پحقله د نورو تنصيباتو پشمول د پاكستان اولس او د انفراسټركچرپه ضد په ترهګرۍ كښې د ككړ كېدو اعتراف كړې۔ پاکستان د انصاف نړيوال عدالت كښې د قونصلر ريلېشنز 1963 (كوم چې د امريكې لخوا وركړې شوې د مرګ سزاګانو پحقله ده) د ويانا كنونشن د دفعه 36 پحقله د نړيوال عدالت د پخوانو ټولو پرېكړو په اړه ووئيل چې عدالت واضح كړې ده د انصاف نړيوال عدالت پوځداري اپېل ترسره كولو لپاره نه دے او دې معاملے لپاره داخلي عدالتونه نظرثاني او ازالې لپاره موثره او مناسب فورم ثابتېدې شي٬ خواہ قونصلر ته د رسنې نه وركولو معاله ولې ه وي۔ بلخوا هند