د انصاف نړيوال عدالت به د ګلبهوشن ياديو د كېس پرېكړ د جولائي په 17مه نيټه اوروي

اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فېصل وئيلي دي د انصاف نړيوال عدالت به د ګلبهوشن ياديو د كېس پرېكړ د جولائي په 17مه نيټه اوروي٬ د وزيراعظم عمران خان د امريكې دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د شريكې ګټې په بنياد د اوږدې مودې ٬ په پراخه بنياد او كوټلې پارټنرشپ جوړولو له مرسته ترلاسه شي٬ پاکستان به په افغانستان كښې د پوخ امن او استحكام په غرض د نړيوالو هلو ځلو ملاتړ روان ساتي٬ د کرتا پور راهدارۍ پحقله د پاك هند خبرې اترې به د جولائي په 14مه نيټه واهګه كښې كېږي۔ د زياررت په ورځ د اوويز بريفنګ په مهال د خبريالانو د پوښتنو ځوابونو وركولو كښې ده ووئيل د انصاف نړيوال عدالت به د ګلبهوشن ياديو د كېس پرېكړه د جولائي په 17مه نيټه اوروي۔ ده ووئيل د عدالتي پرېكړې نه وړاندې مونږ هېڅ نه شو وئيلې خو كېس لپاره پاكستان د ښه وكيل خدمات ترلاسه كړي او په ښه ډول په عدالت كښې د كېس پېروي شوې۔ وياند ووئيل پاكستان بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو لخوا مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو پحقله د دوېم راپور هركلې كوي چې پكښې يو ځل بيا په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ تسليم شوې دي۔ ده ووئيل مونږ په مقبوضه كشمير كښې د فېكټ بائنډنګ مشن لېږلو پحقله د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د هائي كمشنر د غوښتنې ملاتړ كوٶ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان او د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ ترمېنځه به د جولائي په 22مه نيټه ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو پشمول په يو شمېر چارو خبرې كېږي۔ وياند ووئيل پاكستان امريكې سره اړيكو ته خاص اهميت وركوي٬ دا دوره به د پاكستان