د امريکې لخوا د ميزائل نظام په لګولو به جزيره نما كوريا كښې تاٶ تريخوالې زيات شي۔ چين

بيجنګ 11 جولائي (اے پي پي) چين سوئيلي كوريا كښې د جديد امريكائي ميزائل نظام په لګولو سخت غبرګون څرګندولو كښې وئيلي دي د امريکې لخوا ميزائل نظام لګولو سره به په جزيره نما كوريا كښې تاٶ تريخوالې زيات شي۔ د چين ميډيا له مخې نائب دوهم خارجه وزير لي باؤ دونګ په واشنګټن كښې د امريكې خپل همڅنګ روز ګوټ موئلر په دې لړ كښې د بيجنګ د موقف نه خبر كړې۔ چين د امريكې د ميزائيل سسټم تنصيب خپل ځان لپاره بلكې نورو هېوادونو ستراتېژك امنيت لپاره هم خطر ګڼي