د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ لخوا تور پوستو مېرمنو ته د امريكې پرېښودلو پېغام

واشنګټن 15 جولائي (اے پي پي) د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ تور پوستو مېرمنو ته د امريكې پرېښودلو پېغام وركړے۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د امريكې اولس مشر په خپلو ټويټونو كښې دې مېرمنو ته د بېرته تللو اجازه وركولو سره وئيلي دي دا مېرمنې په اصل كښې د هغو هېوادونو نه راغلې دي د كومو حكومتونه چې په بشپړه توګه تباه شوي ۔ د اولس مشر لخوا دا ټويټونه د هغې پېښې نه پس راغلي په كومه كښې چې د سپيكرې نېنسي پلوسي د ډيموكرېټك ګوند تور پوسته نسلونو سره تعلق لرونكو څلورو پارلماني ښځينه غړو سره نښته شوې وه۔ د امريكې اولس مشر ووئيل سپيكره نېنسي پلوسي به ډېره خوشحاله شي چې دې مېرمنو لپاره د زر تر زره د سفر انتظامات وكړي۔ په دې څلورو مېرمنو كښې درې په امريكا كښې زېږېدلې دي او څلورمه په ماشومتوب كښې امريكې ته راغلې وه۔ د امريكې اولس مشر وئيلي دي دا مېرمنې په كانګرېس كښې په ده او امريكا بېهوده ټكونه كوي٬ دا بېرته هغو هېوادونو ته ولې نه ځي چې د كومو نه راغلې دي۔ دوي دې د خپلو سيمو جوړولو هڅه وكړي او بيا دې راشي مونږ ته دې اوښائي چې دا ئې څنګه وكړل