د احتساب عدالت جج محمد ارشد ملك خدمات بېرته لاهور هائي کورټ له وركړې شول

اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسيم وئيلي دي د قانون وزارت د احتساب عدالت جج محمد ارشد ملك د وېډيو او خبر پاڼې په سوب د نور كار نه په منع كولو او د ھغه خدمات بېرته لاهور هائي کورټ له وركړې دي٬ جج ارشد ملك خپل بيان حلفي كښې وئيلي دي ما د ېرې او لالچ نه غېر پرېكړه كړې ده ٬ ھغه ته د رشوت وركولو وړاندېز هم شوې ٶ٬ كه بيان حلفي ته نظر وكړې شي نو داسې برېښي چې جج پرېكړه په مېرټ كړې ٬ جج ته د بډو يا دړكو وركولو هم سزاګانې شته٬ جج كار نه منع كول د ھغه په پرېكړو هېڅ فرق نه پريېاسي٬ اسلام آباد هائيکورټ له د نواز شريف د اپيل پرېكړه كول دي٬ وزيراعظم او موجوده حکومت د آئين، قانون او انصاف سره ولاړ دے، عدالتونه د فشار لاندې د راوستو به هچرې اجازه چا له ورنه كړٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د وزيراعظم خاص مرستيال شهزاد اکبر سره خبري كنفرنس ته وكړه۔ فروغ نسيم ووئيل اسلام آباد هائيکورټ د احتساب عدالت جج محمد ارشد ملك خدمات د بېرته وركولو پحقله مراسله رالېږلې وه چې په غور ئې جاج اخستې شوې۔ فروغ نسيم ووئيل د احتساب عدالت د جج محمد ارشد ملك خدمات بېرته لاهور هائي کورټ له وركړې شوې۔ ده ووئيل جج ارشد ملك خپل بيان حلفي كښې وئيلي دي ما د ېرې او لالچ نه غېر پرېكړه كړې ٬ ھغه ته د رشوت وركولو وړاندېز هم شوې ٶ٬ دوي ووئېل كه بيان حلفي ته نظر وكړې شي نو داسې برېښي چې جج پرېكړه په مېرټ كړې ٬ جج ته د بډو يا دړكو وركولو پحقله هم سزاګانې شته۔ ده ووئيل د نېب قانون له مخې جج ته دړكه وركول او د خپلې خوښې د پرېكړې ترلاسه كولو په هڅه لس كاله سزا جلا ده۔ ده ووئيل ذكر شوې كېس اوسني حكومت نه دې جوړ كړې د احتساب عدالت جج د خپلې