د آئي سي سي په دولسم نړيوال كپ كښې (نن) د اسټراليا او انګلېنډ لوبډلو ترمېنځه دوېم سيمي فائنل كېږي

برمنګھم 10 جولائي (اے پي پي) د آئي سي سي په دولسم نړيوال كپ كښې به (نن) د اسټراليا او انګلېنډ لوبډلو ترمېنځه دوېم سيمي فائنل كېږي۔ تفصيلات له مخې مېچ به د پاكستان معياري وخت مطابق په دوه نيمې بجې پېل كېږي۔ د اسټراليا لوبډله د ټائټل دفاع لپاره لوظي ده۔ كوربه لوبډله نړيوال چېمپئن ته په سيمې فائنل كښې ماتې وركولو سره فائنل ته رسېدو لپاره بې تابه ده ۔ د اسټراليا او انګلېنډ لوبډلو ترمېنځه په دوېم سيمي فائنل كښې به د پاكستان عليم ډار د څلورم اېمپائر په توګه فرائض تر سره كوي۔ د يادونې وړ ده د دوه تكړو لوبډلو ترمېنځه د ورلډ كپ پائې لوبه به په د جولائي په 14مه نيټه د لارډز په تاريخي لوبغالي كښې كېږي