دي اوپن ګالف چېمپئن شپ به د جولائي په 18مه نېټه په انګلستان كښې پېل كېږي

لندن 15 جولائي (اے پي پي) دي اوپن ګالف چېمپئن شپ به د جولائي په 18مه نېټه په انګلستان كښې پېل كېږي۔ په دې چېمپئن شپ كښې به د ګالف نامتو لوبغاړي برخه اخلي۔ په چېمپئن شپ كښې به د اټاليا نامتو لوبغاړې فرانسيسكو موليناري د خپل اعزاز دفاع كوي۔ دا ايونټ به د جولائي په 18مه نېټه پېل كېږي او د جولائي تر 21مه نېټه به روان وي۔