دوحه كښې د افغانانو تر مينځه امن خبرې اترې يو مهم او په زړه پورې پېشرفت دے۔ برتانيه

لندن 10 جولائي (اے پي پي) برتانيې وئيلي دي افغانستان كښې امن لپاره د قطر په پايه تخت دوحه كښې د افغانانو تر مينځه خبرې اترې يو مهم او په زړه پورې پېشرفت دے۔ د برتانيې د خارجه او دولت مشتركه دفتر وياند په لندن كښې په جاري بيان كښې وئيلي دي المان او قطر په دې خبرو اترو كښې مهم كردار لوبولې چې پكښې افغان طالبانو او د حكومت نمائندګان شامل شوي۔ بيان كښې وئيلي شوې د خبرو په اخر كښې جاري اعلاميه به بيا لپاره د امن خبرو اترو بنياد وګرځي