خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره لندن كښې د سرمايه كارو پلاوي وليدل

APP08-15 MULTAN: May 15 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi addressing a press conference at Circuit House. APP Photo by GM Kashif

لندن ۔ 11 جولائي (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د زيارت په ورځ لندن كښې د سرمايه كارو پلاوي د پاكستان په هائي كمېسون كښې ليدلې دي۔ د ملاقات په مهال پاكستان كښې د سرمايه كارۍ پشمول په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاکستان كښې په كركيله ، صنعت، متبادل توان (سولر)، ټيکنالوجي او د انفراسټرکچر ډويلپمنټ پشمول په يو شمېر څانګو كښې د سرمايه كارۍ ښې موقعې موجود دي٬ ده ووئېل مونږ د معاشي سفارتكارۍ د لارې د برتانيې پشمول د ګردې نړۍ سرمايه كارو او كاروباري كمپنو له بلنه وركوٶ چې پاكستان ته راشۍ او زمونږ د حكومت د مثبتو پاليسو څخه مستفيد شۍ۔ د برتانيې د سرمايه کارو پلاوي برتانيې ته په راتګ د خارجه وزير هركلې وكړو او په خاص ملاقات ئې د وفاقي وزير مننه وكړه۔ په دې موقع برتانيه كښې د پاكستان هائي كمشنر نفيس زکريا او د سفارت لوړ پوړي هم موجود وو