حکومت د غېر ملكي سرمايه كارۍ زياتوالې او د كاروبار آسانيو ته خاص پاملرنه كوي

APP61-10 KARACHI: July 10 - Prime Minister Imran Khan addressing a press conference at Governor House. APP photo by Abbas Mehdi

اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي حکومت د غېر ملكي سرمايه كارۍ زياتوالي او په كاروبار كښې آسانيو ته خاص پاملرنه كوي٬ د سي پېك منصوبې له مخې بېلا بېلو څانګو كښې منصوبې عملي كولو ته پلام لرنه كوي۔ وزيراوعظم دا خبرې د چين كاروباري ورورولۍ پلاوي سره ملاقات كښې كړې۔ په پلاوي كښې د 55 نه زيات د بېلا بېلو چينائي كمپنو مشران شامل وو۔ د ملاقات په مهال د وزيراعظم د خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد، د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار، د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن زبېر ګېلاني، د اېف بي آر چيئرمېن شبر زېدي او نور هم موجود وو ۔ دا ملاقات د وزيراعظم عمران خان د چين دورې په مهال په بېلا بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د لا ودې وركولو لپاره د لوظنامو عملي كولو د سلسلې يوه كړۍ ده ٬ بېلا بېلوصنعتونو او څانګو سره تعلق لرونكو د چين كمپنو مشرانو پاكستان كښې د راتلونكو دريو نه تر پنځو كالو په مهال د پنځه اربه ډالرو نه د زياتې سرمايه كارۍ باور وركړو٬ سمال او مېنځنۍ څانګې سره تعلق لرونكو د چين كمپنو لخوا سرمايه كاري كولو او صنعت پاكستان ته منتقل كولو له د خوښۍ څرګندونه وكړه٬ د چين كمپنو لخوا سرمايه كارۍ او د صنعت منتقلۍ په نتيجه كښې به په وړومبي كال 50 زره نه زيات د ملازمت موقعې راپېدا شي۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د پاکستان او چين اولس ژورې او قوي اړېكې لري٬ چين په هر سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې ۔ ده ووئيل د چين د قيادت وژن او تدبر په خاص توګه امن٬ پرمختګ ٬ ګورننس او اولس د غربت نه خلاصولو لپاره د لائحې څخه متاثره شوې يم ٬ د چين تجربو څخه استفاده كول غواړو۔ وزيراعظم ووئيل سي پېك منصوبې د پاکستان او چين دوستي لا قوي كولو او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارتي اړيكو موقعو څخه به د بشپړې استفادې په لړ كښې ګېم چېنجر ثابت شي ۔ ده ووئيل د سي پېك منصوبې له مخې په بېلا بېلو څانګو كښې منصوبې عملي كول وړومبنۍ ترجيح ده۔ وزيراعظم ووئيل په سي پېك منصوبو په وخت عمل كولو لپاره د منصوبه بندۍ وزارت كښې خاص څانګه جوړه كړې شوې دغسې چې د دې منصوبې د هر ډول خنډانو رامخې ته كېدو نه غېر پېشرفت باوري كړې شي٬ ده ووئېل حکومت د غېر ملكي